کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: د ایران پر پوله د افغانانو د وژلو پېښه په ژوره توګه وڅېړئ

20 ثور 1399 ساعت 9:33

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د وسله وال پوځ د اعلی سر قومندانۍ نظامي مفتش محمد حمید طهماسي په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی له ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هر اړخیزې ارزونې لپاره ټاکلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پلاوي کې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا باصلاحیته استازي غړیتوب لري.



وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا سخت درواغ بللې وې چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو ځینې افغان کډوال افغانستان ته د ستېندو لپاره پر هریردو سیند اوښتلو ته اړ کړل.
خو د دغه وزارت ویاند عباس موسوي ویلي وو، بیا هم ایران د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسمي اطلاع ور کړې چې د دې ادعا ارزولو لپاره همکارۍ ته تیار دی.
د ایرنا خبري اژانس رپوټ وايي، ښاغلي موسوي له ایران سره پوله کې د ځینې افغان کډوالو د پېښې په هکله وویل: "لکه مخکې چې زموږ د هېواد چارواکو ویلي، دا خبر سخت درواغ بولو چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریرود اوښتو ته اړ کړي دي".
 


د مطلب کود: 209546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209546/ولسمشر-غني-د-ایران-پر-پوله-افغانانو-وژلو-پېښه-په-ژوره-توګه-وڅېړئ

آوا
  https://www.avapress.com