دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 209554
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر له ۳۸ لکه اوښتی دی، ایټالیا کې چارواکي وايي، د دغه وېروس له کبله د مړو کسانو شمېر ۳۰۲۰۱ تنو ته رسېدلی دی. دې سره ایټالیا له امریکا او برتانیا وروسته درېیم هېواد دی چې د کورونا وېروس له کبله پکې د مړو کسانو شمېر له ۳۰ زره اوښتی دی. بریتانوي چارواکي وايي، د کورونا وېروس نارغانو معلومولو ورځنیو معایناتو شمېر ۹۷ کسانو ته رسېدلی دی. د بریتانیا چاپیریال وزیر جارج یوسټس وايي، تېره یوه ورځ کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۶۲۶ کسان مړه شوي دي، چې دې سره په له همدې امله په هېواد کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۲۴۱ ته رسېدلی دی. د چاپیریال وزارت په وینا د جمعې ورځې تر ګهیځ نهو بجو پورې د ۲۴ ساعتونو موده کې ۹۷۰۲۹ کسان معاینه شوي دي.
https://avapress.com/vdcamonuy49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته