کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند: ۱۶ ویده کارګران تر روان ریل ګاډي لاندې وژل شوي

20 ثور 1399 ساعت 9:53

هندي چارواکي وايي، په مهاراشټر ایالت کې ۱۶ کسان د ریل ګاډي په یوه پېښه کې ووژل شوي دي. ویل کېږي وژل شوي کسان مسافر کارګران وو، چې د ریل پر پټلیو ویده شوي وو.
ویل کېږي دغه کسان د ریل یوه تم ځای ته نژدې په دې هیله منتظر وو، چې ښايي خپلو سیمو ته د تلو لپاره ټرین ومومي. هند کې چارواکي د هغو خلکو لپاره چې له ښارونو خپلو کلیوالو سیمو ته ځي، ځانګړي ټرینونه چلوي.



د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په هند کې د قرنطین له پیله وروسته دغسې زرګونه کسان پلي له ښارونو ووتل. په هند کې د کاري ځواک لویه برخه دغسې کلیوال خلک دي، چې لویو ښارونو ته د غوره معاش موندلو په موخه ځي.
ریل چارواکي وايي، دې کارګرو لومړی د سړک له لارې سفر کاوه او وروسته د ریل پټلیو له لارې د اورنګ اباد سیمې پر لور تللی وو، چې په وینا یې له ۳۶ کیلومتره سفر وروسته ستړي شوي او پر پټلیو یې دمه کوله.
ځايي اوسېدونکي وايي، وژل شویو کسانو ښايي فکر کړی وي، چې د قرنطین له کبله به ټرینونه نه ګرځي، ځکه پر پټلیو ویده شوي وي. پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د وژل شویو کسانو په شاوخوا کې د وچې ډوډۍ ټوټې هم لیدل کېږي.
د مارچ پر ۲۴ د هند په ښاري سیمو کې د کارځایونو له تړل کېدو وروسته ډېری کارګرو د لوږې له ډاره خپلو کلیوالو سیمو ته مخه کړه، خو ناڅاپه د ټرینونو او بسونو په څېر د عامه ټرانسپورټ په ټپه درېدو له کبله ډېری دغسې کسانو له پلي سفر پرته بله لاره نه درلوده.
بل لور ته د روانې میاشتې په پیل کې د قرنطین له نرمښت وروسته حکومت وویل، د مسافرو کارګرو لېږدلو لپاره به ځانګړي بسونه او ټرینونه وچلوي. هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي ''د مهاراشټر ایالت په اورنګ اباد کې د خونړۍ پېښې له کبله د سر زیان سخت خواشینی کړی دی. ''
 


د مطلب کود: 209555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209555/هند-۱۶-ویده-کارګران-تر-روان-ریل-ګاډي-لاندې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com