دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 209579
هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالۍ؛ مثبتې پېښې ۴۰۳۳
د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۵۳ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
نوموړي چې نن شنبې(د غويي په ۲۰مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال خبرې کولې، وویل چې له تازه ثبت شویو بېښو سره د هېواد په کچه د کرونا ویروس د  ټولو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته ورسید.
هغه وايي تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ۶ تنه ناروغان مړه شوي او ۲۹ تنه روغ شوي دي.
ښاغلي مجروح همداراز د د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز په تړاو وویل چې روغتیايي حالت یې ښه دی او ډېر ژر به خپلې دندې ته راشي او د وزارت مشري به پرغاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د عامې روغتیا وزارت د ښاغلي فیروز په تړاو تایید کړه چې په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې چې خلکو ته د روغتیايي تابیاوو په پام کې نیول ټینګار کوي، خو ښاغلی مجروح زیاتوي چې اوس مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د بسترونو ظرفیت ۳۲۳۰ ته رسېدلی دی.
دی وړاندې وايي چې تر اوسه هېواد کې په کرونا ویروس ۳۹۲ روغتیايي کارکوونکي اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس د ۱۰۹ 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchqwniw23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته