د غور والي ویاند عارف عابر وویل، په پېښه کې ۱۹ کسان ټپیان شوي دي، چې ۱۰ یې پولیس سرتېري دي.
ښاغلی عابر زیاتوي، احتجاج په لومړي سر کې سوله ییز و، خو وروسته د احتجاج کوونکو له لوري پر پولیسو ډزې وشوې، چې مقابل کې یې پولیسو هم ډزې وکړې او په همدې متقابلو ډزو کې د یوه خبریال په ګډون دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د نوموړي په خبره دې ټپیانو کې هم دوه پولیس سرتېري شامل دي.
ښاغلی عابر زیاته کړه چی اوس ښار په عادی جریان کی دی .
رپوټونو کې ویل شوي، د یوې سیمه ییزې راډیو یو خبریال هم په وژل شویو کې شامل دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معترضینو پر وړاندې ''دا چلند د نه منلو وړ '' بللی او غندلی یې دی.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دغه پېښه کې "د څلورو تنو پر وژل کېدو" خواشینې څرګنده کړې او د غور له خلکو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.