دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 209611
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ته نژدې سرچینې وايي، روانه اونۍ د دواړو ترمنځ د یوې سیاسي هوکړې لاسلیکېدو ډېر امکان شته.
عبد الله عبد الله ته نژدې سرچینې وايي، دا مهال دواړو خواوو د کابینې او خپلواک ادارو پر پنځوس- پنځوس سلنې وېش هوکړې ته رسېدلي او یوازې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ پر وېشلو اختلاف لري.
که څه هم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د عبد الله او ولسمشر غني ترمنځ خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، خو د کابینې پنځوس- پنځوس سلنه وېش ردوي.
ویل کېږي تر هوکړې لاسلیکېدا مخکې ولسمشر غني او عبد الله یوځل بیا مخامخ خبرې کوي.
 د کورنیو چارو وزارت به پر عبد الله او دفاع وزارت پر ولسمشر غني پورې تړاو لري.دا هوکړه هم شوې چې په هر ولایت کې یوه ټاکنیز ټیم ډېرې رایې ګټلې وې، والي به هم د هغه له خوا ورته معرفي کېږي.
 
https://avapress.com/vdcezo8wzjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته