کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر څلورو میلیونو واوښت

21 ثور 1399 ساعت 8:46

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس (کوویډ-۱۹ ناروغۍ) د اخته کسانو شمېر تر څلورو میلیونو اوښتی او تر ۲۷۸ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دې وېروس اخته شوي او دا هېواد یې تر ډېره زیات زیانمن کړی دی.



په ټول نړۍ کې د کورونا وېروس د ټول ټال اخته کسانو تر څلورمې برخې ډېره او د مړینې له اړخه درېیمه برخه یې په امریکا کې ده‌.
کارپوهانو خبرداری ورکړی ښايي په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر اعلان شوې شمېرو لا ډېر وي.‌
د اسپانیا په ګډون په ځینو هېوادونو کې د مړینې د ورځنیو اعلانېدونکو شمېرو دوام ضد او نقیض دی، خو داسې وېره هم شته چې د بند حالت سپکول ښايي د وبا بلې څپې راتلو ته لاره هواره کړي.
اوس حکومتونه د اوښتي اقتصادي زیان جبیره کولو لپاره لاس په کارېږي، ځکه چې دې وبا نړیوال اقتصاد، بازار، سوداګرۍ، تولید او وارداتو او صادراتو ته زښت ډېر زیان اړولی دی.
 


د مطلب کود: 209624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209624/نړۍ-کې-په-کورونا-وېروس-د-اخته-کسانو-شمېر-تر-څلورو-میلیونو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com