کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر بايسکل په لرې سيمو کې د کورونا د ځان ساتنې او خلکو خبرولو هڅې

21 ثور 1399 ساعت 8:48

ننګرهار کې يو ځوان په رضا کاره توګه پر بایسکل په ولسوالیو ګرځي او خلکو ته د کورونا د خونديتوب لارې چارې ورښيي.
دغه ځوان د کورونا په هکله ليکلې لارښوونې په خلکو وېشي، کوچنيانو ته په سمه توګه لاس مينځل ورښيي او له یو انسان بل ته د یاد رنځ د انتقالېدو د مخنيوي په لارو چارو غږېږي.




ده له تېرو دوه اونيو راهيسې نږدې ۱۲ زرو کسان په کلیو او بانډو کې کتلي او وایي هڅه یې ده چې نژدې ۴۰ زره کورنۍ به ګوري.
پر بایسکل د سرو غرمو مزل او لارې چې چندان خوندي هم نه دي. د یوه ننګرهاري ځوان زړورتیا او خواري ددې لپاره ده چې یو مهم پیغام خپلو خلکو ته ورسوي.
دا ځوان له ښاره لرې په کلیو او بانډو کې پر بايسکل له کورونا د خونديتوب ګرځنده رضاکاره کمپاين کوي چیرته چې اړتیا یې ډېره لیدلی شي.
۲۵ کلن ادریس سیاوش پر خپل بايسکل ځانګړې بکسه نښلولې، د کورونا پېغامونه پرې را ځوړند، په لوړ غږ پېغامونه غږوي او د کورونا وقايوي توکي (ماسکونه) له ځانه سره لېږدوي او وېشي.
 


د مطلب کود: 209625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209625/پر-بايسکل-په-لرې-سيمو-کې-د-کورونا-ځان-ساتنې-او-خلکو-خبرولو-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com