دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 209627
روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې د بري کلیزه په پیکه بڼه ولمانځل شوه
شوروی کې د دویمې نړیوالې جګړې پای کې پر نازي جرمني د بري ۷۵ مې کلیزې مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول، چې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه دودیز پراخ پوځي مارشونه تر سره نه شول. په دې پیکه مراسمو کې د روسیه ولسمشر پوتین د جګړې یادګاري څلي سره د تل بلندې لمبې مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. روسان چې و نه توانیدل په عام محضر کې دغو مراسمو کې ګډون وکړي، پر انټرنېټ یې د کورنیو تصویرونه خپاره کړل او د جګړې کیسې یې سره شریکې کړې.
د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې په دې مناسبت پراخ مراسم دود دي، چې په شریکه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د ۲۶ میلیونو کسانو قرباني ورکړې.
په اوسنیو مراسمو کې جیټ الوتکو د مسکو په اسمان کې الوتنې وکړې، د روسیې د بېرغ درې رنګونه یې په هوا کې خپاره کړل او د پوځیانو یوې ډلګې د کریملین له دېوال سره د ولسمشر پوتین پر وړاندې مارش پاسټ یا رسم ګذشت تر سره کړ.
 
https://avapress.com/vdcb59b5zrhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته