کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور کې د مظاهرې پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي څېړنې ته پلاوی استول کېږي

د صدای افغان خبری آژانس , 21 ثور 1399 ساعت 9:17

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، غور کې د خلکو د پرونۍ مظاهرې پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي څیړنې ته پلاوی استوي.


د دغه وزارت په وینا، په غور کې پرونۍ مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د مظاهرې له‌منځه نا مسئوله وسله‌والو پر دولتي ودانیو او پولیسو ډزې پیل کړې.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې پيښه کې دوه پولیس او څلور عام وګړي وژل شوي او نږدې ۲۰ نور پولیس او ملکیان ژوبل شوي دي.

 
هغه زیاته کړه: "خلک د مرستې د چټکولو په هدف سره راټول شوي وو، خو په خواشینۍ سره چې تاوتریخوالی رامنځته شو، دغلته تیت او پرک ډزې شوې دي، د نا مسئوله وسله‌والو په ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي، په ډزو کې د یوه خبریال په ګډون د غور څو اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي."
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د پولیسو په ډزو کې د غور څلور اوسېدونکي وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.
په غور کې بیا د ولایتي روغتون امر نصیر پارسا ازادي راډیو ته ویلي، د پېښې له ځایه د پنځو ملکیانو جسدونه او دغه‌راز ۱۹ ټپیان وروړل شوي دي.
په غور کې د ازادي راډیو خبریال وایي، مظاهره پرون د ولایت مقام مخې ته وروسته له هغه پیل شوه چې د یوې عربي مؤسسې شوې مرسته ځینو خلکو ته ونه‌رسېده.
 
تر اوسه معلومه نه‌ده چې نا مسئوله وسله‌وال څنګه د مظاهره‌چیانو منځ کې ځای پر ځای شوي وو، خو کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې هر اړخیزې پلټنې ته یو پلاوی لېږي.
په وژل شویو کسانو کې د یوې محلي راډیو خبریال احمد خان نوید هم شامل دی چې د مظاهرې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی و.
نی، د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په یوه خبرپاڼه کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې د دغه خبریال د وژنې پېښه هم هر اړخیزه وڅېړي.
د غور ولایت مقام مخې ته پر مظاهره‌چیانو د پولیسو ډزو د بشري حقونو کمېسیون غبرګون هم پارولی.
 
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د پولیسو له‌خوا پر مظاهره کوونکو ډزو ډېره اندېښمنه کړې ده.
دې ویلي، د بشري حقونو کمېسیون هم له خپله اړخه دغه پېښه څېړي.


د مطلب کود: 209631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209631/غور-کې-د-مظاهرې-پر-مهال-رامنځته-شوي-تاوتریخوالي-څېړنې-ته-پلاوی-استول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com