د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عادل شاه عادل نن(یکشنبې د غويي په ۲۱ مه نېټه) وايي چې تېره شپه په علم خېلو کلي کې شوې ده او ۷ نور سرتېري نادرکه دي.
ښاغلی عادل زیاتوي چې پېښه د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې شوې ده او په ترڅ کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
امنیتي چارواکي همداراز وايي چې د برید په پایله کې د یوسف پوسته نسکوره شوې وه، خو د مرستندویه ځواک رسېدو سره بیا نیول شوې ده.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې طالبان له سیمې تښتېدلي دي.
یادې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس