دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 209650
کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د لیږد تړون لاسلیک شو
د ولسمشر غني په حضور کې، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د لېږد تړون د دې شرکت د رییس داوود نورزي او د KPTL شرکت مرستیال رامېش کمار ترمنځ لاسلیک شو.
برښنا شرکت رییس داوود نورزي ویلي، چې له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د لیږد پروژه به په ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسېږي.
د ۲۹.۹ میلیون ډالرو پر لګښت د ۳۰۰ میګاواټه برښنا دغه پروژه به په دوه کلونو کې بشپړه شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه ډېر مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برښښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برښنا یو دهلېز پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره له هند سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي شوي او له افغانستان سره د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.
 
https://avapress.com/vdchmwniv23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته