کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو له خپل اړخه لسمه ډله بندیان هرات کې خوشې کړل

21 ثور 1399 ساعت 11:04

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، تېره ورځ ( شنبه غويي ۲۰ ) هرات کې یې د افغان حکومت ۲۸ تنه نور بندیان آزاد کړي دي.


هغه پر خپل ټوېټر دا خبر خپور کړی، او ویلي چې د بندیانو د خلاصون بهیر ته د ګړندیتوب ورکول په موخه یې دا کار ترسره کړی دی.
طالبانو تر دې مخکې په نهه پړاوونو کې د افغان حکومت ۱۸۰ بندیان آزاد کړي وو، چې له دې نویو آزاد شویو کسانو سره دا شمېر ۲۰۸ ته لوړ شو، خو افغان حکومت د طالبانو له لوري یو شمېر کسان ملکي وګړي یادوي، هغه څه چې طالبان یې بیا نه مني.
بل اړخ ته افغان حکومت تر اوسه له خپلو زندانونو ۱۰۰۰ طالب بندیان آزاد کړي او ټاکل شوې ۵۰۰ نور هم د ولسمشر غني د فرمان له مخې تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کړل شي.
افغان حکومت ژمن دی چې تر بین الافغاني خبرو مخکې او سولې ته د رسېدو لپاره او همداراز زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه ۱۵۰۰ طالب بندیان آزاد کړي.
افغان حکومت له طالبانو په کراتو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، تر څو خبر ته لار هواره شي، خو طالبانو ته لا اوربند معقول کار نه دی.
افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې قطر کې طالبانو سره کتنه کې له هغوي څخه د کرونا ویروس له امله د بشري اوربند غوښتنه کړي، چې بیا هم طالبانو نه ده منلې.


د مطلب کود: 209651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209651/طالبانو-له-خپل-اړخه-لسمه-ډله-بندیان-هرات-کې-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com