دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 209658
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له هند وغوښتل، چې له طالبانو سره یوه ډیالوګ ته ننوزي او خپلې غوښتنې مخامخ له هغوی سره مطرح کړي، طالبانو يې په غبرګون کې یو ځل بیا خپل پخوانی دريځ تکرار کړی او د افغانستان په ګاونډ کې ښو او مثبتو اړیکو ته یې خپله ژمنتیا یاده کړې. هند، چې په سیمه کې د کابل حکومت تر ټولو نږدې او ستراتېژيک ملګری بلل کېږي، تر دې دمه یې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلتیا په پرتله له حکومت سره ملګرتیا او مرستو دوام ته لومړیتوب ورکړی، او له طالبانو سره له مخامخ خبرو په څنګ پاتې شوی. تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، هند په افغانستان کې له «سیاسي جهتونو» سره ښکېلتیا او د سولې په پروسه کې فعال رول لوبولو ته رابللی.

خلیلزاد ویلي، د هند او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې اړیني دي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې هند خپلې اندېښنې په مستقیم ډول له هغوی سره شریکي کړي.
هند که څه هم د خلیلزاد دې څرګندونو ته ښکاره مثبت جواب نه دی ویلی، خو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین د نن ټکی اسیا د پوښتنو په جواب کې وویل چې په قطر کې ددوی سیاسي دفتر غواړي د هندوستان په شمول ټولو هیوادونو ته خپله تګلاره او اهداف روښانه کړي.
د نن ټکی اسیا ددې پوښتنې په جواب کې چې : خلیلزاد هندوستان ته تر سفر وروسته په لومړي ځل په علني ډول ویلي چې هند باید د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، نوموړي دا خبري په داسي وخت کې کړي چې تازه یې ستاسو او هندي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي؟ ایا ستاسو او هند تر منځ د ارتباط کوم چېنل جوړ شوی او کنه؟
سهیل شاهین وویل: له هماغه پیل څخه چې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په هدایت په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر جوړ شوی، زمونږ هدف او دنده داوه چې د نړۍ هیوادونو ته د اسلامي امارت تګلاره ورسوو او ورته تشریح یې کړو. دا کار مو تر ډیره کړی او ډیرو هیوادونو سره مو اړیکې پراخې شوی دي. اوس مو هم داسلامي امارت سیاسي دفتر په توګه همدا دنده ده. که هرڅوک یا هیواد مونږ ته مراجعه کوي، مونږ د اسلامي امارت اوسنۍ او راتلونکې پالیسي ورته تشریح کوو.
اسلامي امارت د هیواد یو ملی اسلامي ځواک دی چې د اشغال خاتمه او په هیواد کې یو افغان شموله واقعي اسلامي نظام قائمول غواړي. ددې هدف لپاره یې د تیرو شلو کالونو راهیسې قرباني ورکړي او ورکوي یې.
مونږ د نړۍ له هیوادونو هم غواړو چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه ازادي بښونکي اسلامي ځواک په توګه وپیژني، د ترهګرۍ د ناموجه او بی اساسه تورونو لګولو ته د پای ټکی کښیږدي او اسلامي امارت د یوه واقعیت په توګه ومني او وپیژني. که مشخصا ستاسو د پوښتنې په جواب کې ووایم، نو تراوسه زمونږ او هند ترمینځ د رابطې چینل نشته او نه مو ورسره رسمي ملاقاتونه کړي دي.
پوښتنه: هندوستان او تاسو یو له بله څه غواړئ؟
سهیل شاهین: لکه څنګه چې ما پورته وویل مونږ غواړو چې د نړۍ هیوادونو ته د اسلامي امارت تګلاره او اهداف روښانه کړو او دهغوی غلط فهمیانې لیرې کړو. دا کار مو په تیر وخت کې هم ترسره کړی او اوس یې هم ترسره کوو.
پوښتنه: ایا هندیانو تر اوسه ستاسو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه مستقیم یا غیر مستقیم کومه اړیکه نیولې ده؟
سهیل شاهین: تراوسه نه د هند له خوا او نه زمونږ له خوا مستقیمه او یا غیر مستقیمه اړیکه نیوله شوې. البته کله، کله هندي ژورنالستان د سیاسي دفتر مطبوعاتي څانګې ته مطبوعاتي پوښتنې رالیږي، هغه مونږ جواب کړې. پای.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ډي ان اې انډیا په نامه یوې هندۍ ورځپاڼې د طالبانو د قطر دفتر د ویاند «سهیل شاهین» له قوله لیکلي « موږ د افغانستان په ګاونډ کې د هند په ګډون له ټولو هیوادونو سره مثبتې او د ملي ګټو او متقابل احترام په اصولو ولاړې اړیکې غواړو او له راتلونکي افغانستان سره د هغوی د همکارۍ او ګډ کار هرکلی کوو.»
شاهین زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» یو اسلامي خوځښت دی، چې د افغانستان تر پولو پورې محدود دی او هڅه کوي خپل هیواد له اشغاله خلاص کړي.
 
https://avapress.com/vdcft1d0cw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته