په ننګرهار ولایت کې د کرونا د مخنیوي کمېټې له هوټلونو او رسټورانټونو پرته په اصنافو باندې لګېدلي یو شمېر بندیزونه پورته کړل او د فعالیت اجازه یې ورکړه.
د ننګرهار ولایت مقام له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مخنيوي کميټې د خلکو د بیا بیا غوښتنو پر اساس او د ټولنې د غربت کچې ته په کتو په جلال اباد ښار کې ټولو صنفونو ته وقايې ته په پاملرنې د فعالیت اجازه ورکړه .
خبرپاڼه کې وړاندې د والي شاه محمود میاخېل له قوله ویل شوي، چې د اصنافو کمېټه به د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره میکانیزم ترتیب او په دوو ورځو کې به یې عملي کوي او ددې تر څنګ به هټيوال مکلف وي، وقایوي تدابیر مراعات کړي، او مشتریانو ته په وړیا ډول ماسکونه وویشي.