کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوې چې د هېواد په ۲۸ نورو ولایتونو کې ډېر ژر د نانوایانو له طریقه د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي

21 ثور 1399 ساعت 12:03

جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو والیانو ته هدایت ورکړی چې د ډوډۍ وېش بهیر دې د هېواد په پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم پیل کړي.



په بیان کې ویل شوي، ولسمشر غني ویلي د شپږو ولایتونو تجربې وښوده چې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر بریالی دی او باید ترې استفاده وشي.
تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د قرنطین پر مهال بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د نانوایانو له طریقه پر دوی د پخې ډودۍ د وېشلو پروګرام پیل شوی چې د یو شمېر ستونزو او انتقادونو سره سره خلکو ترې هرکلی کړی دی.
 


د مطلب کود: 209664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209664/ټاکل-شوې-چې-د-هېواد-په-۲۸-نورو-ولایتونو-کې-ډېر-ژر-نانوایانو-له-طریقه-پخې-ډوډۍ-وېش-لړۍ-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com