دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 209664
ټاکل شوې چې د هېواد په ۲۸ نورو ولایتونو کې ډېر ژر د نانوایانو له طریقه د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي
جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو والیانو ته هدایت ورکړی چې د ډوډۍ وېش بهیر دې د هېواد په پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم پیل کړي.

په بیان کې ویل شوي، ولسمشر غني ویلي د شپږو ولایتونو تجربې وښوده چې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر بریالی دی او باید ترې استفاده وشي.
تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د قرنطین پر مهال بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د نانوایانو له طریقه پر دوی د پخې ډودۍ د وېشلو پروګرام پیل شوی چې د یو شمېر ستونزو او انتقادونو سره سره خلکو ترې هرکلی کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcceoqi02bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته