دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 209668
د چین روغتیایي چارواکي: کرونا ویروس یو لوی ازمون و
د چین یوه لوړپوړي روغتیایي چارواکي ویلي، کرونا ویروس چې تر اوسه‌یې په ټوله نړۍ کې څلور میلیونه کسان نیولي، یو لوی ازمون و.
د چین د روغتیا کمېسیون مرستیال لي بین ویلي، دغه ویروس د چین په ځینو روغتیایي څانګو او د چین د چټک غبرګون په برخه کې یو شمېر کمزورۍ راڅرګندې کړې.
ده وویل، دې کار وښوده چې چین لا هم د درملنې په اصلي سیستمونو کې ستونزې او د عامې روغتیا بېړنیو حالاتو ته د رسېدو په برخه کې کمۍ لري.
دا لومړی ځل دی چې د چین یو لوړپوړی چارواکی د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې برخه کې د دغه کمونېستي رژیم تېروتنې مني.
ویل کېږي چې کرونا ویروس په تېره ډسمبر میاشت کې په چین کې له حیواناتو نه انسانانو ته ولېږدول شو.
خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو د نامشخصو شواهدو له مخې ادعا وکړه چې دغه ویروس د چین له یوه لابراتواره خپور شوی دی.
https://avapress.com/vdcg3y9x7ak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته