دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 209675
افغانستان او کرونا ویروس؛ لاهم پېښې د ډېرېدو په حال کې دي
عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ نورې پېښې هم زیاتې شوې دي، چې ډېری تازه پېښې کابل کې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن ( یکشنبه غويي ۲۱ ) خبري کنفرانس کې وویل، چې بیا هم د تېر په څېر تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس تازه پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په وینا کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، پکتیا، غزني فراه، لغمان، هلمند، سرپل، بدخشان، کونړ، پروان، زابل، پکتیکا، پنجشیر، جوزجان، سمنګان، بغلان لاو وردک ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ نورې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو اعلان شوې شمېره ۴،۴۰۲ ده، چې له همدې شمېر څخه ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۵۵۷ کسان بېرته رغېدلي دي.
په داسې حال کې چې هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، خو یو شمېر ولایتونو لکه بلخ او ننګرهار کې قرنطین مات شوی، او خلک ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.
نوره نړۍ کې بیا هېوادونو داسې مهال قرنطین په تدریجي ډول مات کړی، چې هلته د یاد ویروس د پېښو شمېر کې کموالی راغلی دی، خو افغانستان کې دا چاره برعکس پلې شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcefo8wnjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته