کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتمر او ظریف د ایران پر پوله د افغان کارګرو د وژل کېدو په اړه خبرې کړي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 ثور 1399 ساعت 10:08

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت سرپرست او نوماند وزیر له خپله ایراني سیال جواد ظریف سره ډ ټیليقون په کرښې خبرې کړي دي.


یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ ( یکشنبه غويي ۲۱ ) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیرحنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د ټيليفون په کرښې د ایران پر پوله د هغوي د پوله ساتوونکو ځواکونو لخوا د یو شمېر افغان کارګرو د وژنې په اړه خبرې کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوړیو د شوې پېښې په اړه خپل خپګان ښودلی، او د یادې پېښې پر پلټنو یې ټینګار کړی دی، تر څو راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نه شي.
وینا پاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته ویلي، چې افغانستان له خپل اړخ څخه د شوې پېښې د پلټنې په موخه خپل پلاوي د پېښې سیمې ته لېږلی او خپل کار یې پیل کړي دی.
جواد ظریف ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی، چې ایران به هم ډېر ژر د هغوي د پوله ساتوونکو ځواکونو له لوري د افغان کارګړو د وژل کېدو په اړه خپل پلټونکی پلاوی وټاکي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د اړتیا په صورت کې به د دواړو هېوادونو پلاوي د پېښې په سیمه، هرات او یا مشهد کې ګده ناسته ولري.
د ایران د پوله ساتوونکو ځواکونو له لوري د یو شمېر افغان کارګرو وژل کېدل، د افغان حکومت کلکه غبرګون یې له ځان سره درولود او له همدې امله ولسمشر غني د پېښې د تحقیق لپاره یو پلاوی ټاکلی دی، چې اوس مهال یې پلټمې روانې دي.
تېره اونۍ هغو افغان کارګرو چې غوښتل یې د قاچاق له لارې ایران ته د کار کولو په موخه لاړ شي، د لارې په اوږدو کې د ایراني ځواکونو له لوري لومړي ربړول شوي او تر هغه وروسته یې سیند ته اچولي دي.
تېره اونۍ حنیف اتمر وویل چې د ۱۶ افغان کارګرو مړي پیدا شوي ۱۶ نور یې ژغورل شوي، او ۱۸ تر ۲۰ نور افغان مسافر ورک دي.
افغان حکومت تر پېښې وروسته د ایران د پوله ساتوونکو ځواکونو دا عمل په کلکو ټکو وغنده او یو وحشیانه عمل یې یاد کړ.


د مطلب کود: 209718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209718/اتمر-او-ظریف-د-ایران-پر-پوله-افغان-کارګرو-وژل-کېدو-په-اړه-خبرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com