دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 209723
حکومت د داعش له ظلمه تښتېدلې کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته نه پریږدي
طالبان وايي، په ننګرهار کې د «کابل ادارې» عسکرو د هغو کورنیو پرمخ لارې تړلي چې تېر کال د داعش ظلمونو کډوالۍ ته اړ ایستې وې او اوس بیرته خپلو کورونو ته راګرځي. ذبیح الله مجاهد په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د داعشي «فتنه ګرو» له ماتې وروسته د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو تنګي ته تر پنځه سوو پورې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته راستنې شوي او نورې هم ورروانې دي.

خو په وینا یې، د «کابل ادارې» عسکرو د یاد تنګي خوله د راستنیدونکو خلکو پر مخ تړلې او هیڅوک خپلو کورونو او کروندو ته نه پریږدي.
نوموړی زیاتوي چې عسکرو په هغو سلګونو کورنیو هم د تګ راتګ، خوراکي توکو او درملو بندیز لګولی، چې پخوا دې سیمې ته تللې وې.
خپلو کورونو ته د راستنیدونکو ولسي خلکو په وړاندې د افغان حکومت دغه اقدام طالبانو په کلکه غندلی، هغه یې «بزدله عمل» بللی او په وینا یې، د داعش حمایت کوونکې د کابل اداره دا ځل د سیمې خلک په بل نامه ځوروي.
د طالبانو اعلامیه لیکي:
«له دغو خلکو سره د داعشیانو په لاس ظلم او تیری هم د کابل ادارې د استخباراتي حلقاتو په مرسته کیده او اوس یې دا دی په دې جرم ځوروي او بندیزونه پرې لګوي، چې ولې د خپلو ویجاړو کورونو آبادۍ او د تخریب شوو فصلونو رغولو ته ورځي».
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو، بشري او خیریه بنسټونو غږ کوي چې یادې سیمې ته د ورتلونکو خلکو مشکلاتو ته پام وکړي ترڅو خلک خوراکي توکي او دارو درملو ته لاسرسی پیدا کړي.
تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له څو کلونو سختو جګړو وروسته په ننګرهار او ورپسې کونړ ولایتونو کې د داعش ډلې ټغر په داسې حال کې ورټول کړ چې د بهرنیو او افغان ځواکونو لخوا د داعش په ګټه د هوايي بمباریو پرلپسې راپورونه ورکول کیدل.
 
https://avapress.com/vdcir3arpt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته