دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 209732
د کابل حکومت د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» وایي، سناتوران دې هغه پرېکړه بیا وګوري، چې په اساس يې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» او د روغتیا وزیر «فیروزالدین فیروز» لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي وو.

وحید عمر او فیروز چې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته د نه حاضرېدو له امله سناتورانو لويې څارنوالۍ ته ور پېژندلي وو، مسلمیار ددې پرېکړې د بیرته اخستو غوښتنه کړې ، ځکه دده له قوله، څارنوالۍ ته د یادو کسانو په ور پېژندلو سره «تقابل» رامنځته کېږي او په شته وضعیت کې باید له «تقابل» ډډه وشي.
د مسلمیار په خبره، ده د سناتوارنو له لوري د شوې پرېکړې په مهال شتون نه درلود او اوس له هغوی غواړي، چې خپله کړې پرېکړه بیرته واخلي.
وحید عمر او فیروز چې له کرونا سره د مبارزې تر نامه لاندې د مصرف شوي بودیجې د سپیناوي ورکولو په موخه مشرانو جرګې وربللي وو، نه یوازې دا چې حاضر نشول؛ بلکې د روغتیا وزیر سناتوران مجرمین وبلل، چې د کرونا د خپرېدو له ویرې سره، سره بیا هم په یوه خونه کې راټول شوي.
داسې اندېښنې شته، چې ښيي، د روغتیا وزیر او وحید عمر له کرونا سره د مبارزې تر نامه لاندې میلیونونه افغانۍ حیف و میل کړي او له امله یې اوس مشرانو جرګې ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.
 
https://avapress.com/vdcip3arrt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته