دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 209733
کورونا وېروس: د افغانستان یو شمېر ښارونو کې محدودیتونه نرم شول
د افغانستان په مزار شریف، سرپل، جلال اباد، مهترلام او کندوز ښارونو کې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نرم شول. د دغو ښارونو چارواکي وايي د خلکو او کسبه کارانو په غوښتنه یې سوداګریز مرکزونه د روغتیایي پاملرنې په مراعت کولو سره له قرنطین څخه ښکلي.


خو په دې ټولو ښارونو کې به هوټلونه، حمامونه، پارکونه او د تفریح ځایونه او ښوونیز مرکزونه به د پخوا په څیر تړلي پاتي وي.
چارواکي یې وايي له څه وخت تېرېدو وروسته به پرېکړه وکړي چې د قرنطین پرانیستو موده پای ته ورسوي او که یو ځل بیا محدودیتونه وټاکي.
په ختیځو ښارونو جلال آباد او مهترلام او شمالي ښار مزار شریف کې د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه نرم کړل شول، خو رستورانونه او هوټلونو او تعلیمي ادارې به لا هم تړلي وي او خلک هم باید ښار کې د ګرځېدو پر مهال واټن مراعات کړي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، دا پرېکړه يې د خلکو د غوښتنې له مخې او د ناچارو خلکو د کاروبارونو د پرانېستل کېدو په موخه کړې ده. خو هغه ټینګار وکړ چې خلک باید یو له بل سره واټن مراعات کړي او ماسک وکاروي.
 
https://avapress.com/vdcjthe8tuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته