کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندي او چینایي پوځیانو پر ګډه پوله لاس په لاس جګړه کړې

22 ثور 1399 ساعت 10:41

د هند او چین ترمنځ پر ګډه پوله د دواړو هېوادونو لسګونه سرتیري لاس او ګریوان شوي او یو بل یې په سوکانو او څپېړو وهلي. هندي رسنیو د پوځ د یوه چارواکي له قوله رپوټ ورکړی چې په دې اخ و ډب کې اووه چینایي او څلور هندي سرتیري ټپیان شوي دي.
دا پېښه ناکولا ته نږدې په سرحدي سیکیم ایالت کې رامنځته شوې ده. دا سیمه د سمندر له سطحې پنځه زره متره پورته په همالیا غرونو کې پرته ده.



دا شخړه چې پرون شنبه رامنځته شوې د ځايي قوماندانانو ترمنځ له خبرو وروسته هواره شوې ده.
دواړه هېوادونه د درې زره او ۴۰۰ کیلومټر اوږدې پولې په ځینو سیمو د مالکیت پر سر ادعاوې لري.
د بي بي سي د سویلي اسیا د چارو مسؤل انبارسان اتیراجان وایي، کله نا کله پر ګډه پوله د دواړه لوریو د سر تېرو ترمنځ د ټېلو وهلو او په ډبرو د ګوزارونو پېښې رامنځته کیږي.
هند او چین په ۱۹۶۲ کال کې د پولي پر سره جګړه کړې وه. په ۲۰۱۷ کال کې هم دواړه هېوادونه وروسته له هغه سره ونښتل چې چین هڅه وکړه یو سړک پر پوله داسې سیمه کې وغځوي چې پر ملکیت یې لا هم جنجال دی.
د دواړو هېوادونو سرتیري پر پوله ګزمې کوي چې کله نا کله یې ترمنځ فزیکي شخړه رامنځته کیږي. خو دا څلوېښت کاله کیږي چې د دواړه هېوادونو سرتیرو یو پر بل ګولې نه دي ورولي.
 


د مطلب کود: 209734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209734/هندي-او-چینایي-پوځیانو-پر-ګډه-پوله-لاس-په-جګړه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com