کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو بادغیس کې د افغان حکومت ۱۷ نور بندیان آزاد کړل

د صدای افغان خبری آژانس , 22 ثور 1399 ساعت 11:25

طالبان وايي، غور ولایت کې یې د افغان حکومت یوولسمه ډله بندیان آزاد کړي دي.


د طالبانو ډلې یو ویاند یوسف احمدي پر خپل ټوېټر ویلي، چې طالبانو تېره ورځ ( یکشنبه غويي ۲۱ ) بادغیس ولایت د افغان حکومت ۱۷ تنه نور بندیان آزاد کړل.
طالبانو تر دې مخکې په لس پړاونو کې د افغان حکومت ۲۰۸ بندیان آزاد کړي، چې افغان حکومت یو شمېر دا آزاد شوي کسان ملکي وګړي یادوي.
افغان حکومت هم تر اوسه په دوولس پړاونو کې د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان آزاد کړي ، او تر بین الافغاني خبرو مخکې د ۱۵۰۰ طالب بندیان د آزادېدو ته ژمن دی.
طالبانو تر دې مخکې افغان حکومت ته ګواښ کړی و، چې زندانونو کې د کرونا ویروس له امله بندیان تر خطر لاندې دي، او که یې بندیان له همدې امله تلف شي سخت غچ به یې واخلي.
افغان حکومت هم په کراتو له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، او اوربند ته غاړه کېږدي، خو طالبانو تل د نه ځواب ویلی.


د مطلب کود: 209736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209736/طالبانو-بادغیس-کې-د-افغان-حکومت-۱۷-نور-بندیان-آزاد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com