خبرپاه کې چې نن دوشنبه(د غويي په ۲۲ مه) خپره شوې، زیاته کړې یې ده چې نښته کې ۵ تنه افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سره، برید په شا تمبول شوی دی.
په همدې حال کې د لغمان ولایتي شورا غړی بیا وايي چې طالبانو علي شینګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي په ترڅ کې یې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي.
ګلزار سنګروال نیازی زیاتوي چې طالبانو د برید په پایله کې د افغان ځواکونو ۲۴ ټانکونه هم سوځولي دي.
د لغمان ولایتي شورا دا غړی زیاتوي چې پېښه کې ۶ افغان سرتېري ټپیان شوي او ۹ تنه هم طالبانو له ځان سره بېولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس