دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 209769
" اوچا"تیره میاشت افغانستان کې پر مرستو رسوونکو ۷۷ بریدونه شوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په خپل راپور کې ویلي چې په دغه میاشت کې د مرستې رسونې په کارکوونکو باندې ۷۷ بریدونه شوي چې ۳۰ یې د کرونا د ویروس سره د مبارزې پورې اړوند وو.
" اوچا" د تیرې میلادي میاشتې په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ مې ۱۱ ( غويي۲۲ ) یې خپور کړی ویلي چې پاتې نور ۴۷ بریدونه د مرستې رسونې په نورو فعالیتونو شوي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې د ادارو د کار پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو چاپیریال منعکس کوي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې اوړمه میاشت بیا په افغانستان کې د بېړنیو مرستونې کارکوونکو باندې ۸۵ بریدونه شوي وو.
" اوچا" وايي، د کرونا د وبا سره د مبارزې په برخه کې د آپریل د میاشتې تر ۱۷ ( وري ۲۹)پورې په ۳۳ ولایتونو کې د کرونا د وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره په ښارونو کې په یو ډول او بل ډول پر تګ راتګ بندیزونه لګیدلي وو.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې ویلي " د دې سره سره چې " اوچا" د بشري مرستو فعالیتونوته د زمینې د برابرولو لپاره په ټول هیواد کې د یوې حل لارې د موندلو ملاتړ کوي، ولایتي چارواکو ته د بشري فعالیتونود دوام په ګډون د بنیزونو د لګولو د بڼې د ټاکلو واک ورکړل شوی دی".
" اوچا" وايي د روژې د میاشتې د رابره کیدو وروسته په یو شمیر ولایتونو کې په لګیدلو بندیزونو کې نرمښت راغلی دی. دا اداره وايي، د کرونا د ویرویس د مثبتو پیښو زیاتیدو ته په کتنې د بندیزونو لرې کول به موقتي وي او دغې وبا سره د مبارزې لپاره بندیزونو ته اړتیا شته دی.
ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې د بشري اړتیاو له مخې په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو مسلې یادونه کړې او ویلي دي چې طالبانو په څرګنده د اپریل په ۲۴ ( غوايي ۵) د اوربند د ټینګیدو غوښتنه رد کړې ده.
" اوچا" وايي " دا په دې معنی دی چې د کرونا د ویروس د وبا څخه د زیږیدو ستونزو ته د لاس رسي په برخه کې د ګواښونو سربیره جګړه همهمداسې لا د بشري فعالیتونو لپاره ګواښونه را ولاړوي او په دې میاشت کې يې نهو ځایونو ته یې لاس رسی محدود کړی دی ".
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، جګړو په بغلان او بادغیس ولایتونو کې د مرستې رسونې ادارو له خوا د خلکو د اړتیاو د معلومولو د ارزونې چارو مخه نیولې او په غور او لوګر ولایتونو کې د لارو بندیدو د مرستې رسونې د کارکوونکو فعالیتونو ته خنډونه را ولاړ کړي دي.
" اوچا" وايي د افغان امنیتي ځواکونو د فعالیتونو له امله د یوې غیر حکومتي موسسې یو دفتر درې ځلې زیانمن شوی دی. په فاریاب کې د دوو موسسو په ملاتړ یو ښوونځي د هاوان په ډز او د افغان هوايي ځواک په برید کې تخریب شوی.
دا اداره وايي په زابل کې د افغان هوايي ځواک په یوبل برید کې چې د یوې غیر حکومتي موسسې دفتر سره نږدې شوی د دغې موسسې د دفتر ښیښې ماتې شوي دي. د " اوچا" په دغه راپور کې د مرستې رسونې د ادارو د کارکوونکو په چارو کې د افغان حکومت د ځینو سمیه ییزو چارواکو لاس وهنې یادونه هم کړې ده. "اوچا" دغه راپور ته افغان حکومت او طالبانو لاغبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو وړاندې ویلي وو چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ترخپل کنټرول لاندې سیمو د مرستې رسونې کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا وزارت په ټول افغانستان کې ۲۶ نړیوالو او افغان غیر حکومتي ادارو له لارې خلکو ته روغتیايي خدمتونه برابروي. خو دا وزارت وايي، د افغان حکومت وسله والو مخالفانو لا هم په یو شمیر ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.
https://avapress.com/vdciq3ar3t1auy2.k6ct.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته