دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 209781
د پوځي تمرین پر مهال په تېروتنه یوې ایرانۍ بیړۍ بله ایرانۍ بیړۍ ویشتلې او ۱۹ سرتیري یې وژلي دي. د ایران سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې ۱۵ سمندري سرتیري ژوبل شوي هم دي. دې بیان کې ویل شوي د کنارک په نوم پوځي بیړۍ په نښه شوې او له پېښې وروسته دا بیړۍ د څېړنو لپاره د بيړیو تم ځي ته وړل شوې ده. دا پېښه پرون ناوخته مازیګر مهال هرمز تنګي ته نږدې عمان خلیج کې شوې ده.

ایران د دې ستراتیژیکې سمندري لارې په اوږدو کې په منظم ډول پوځي تمرینونه کوي.
د دې پوځي تمرین پرمهال له جماران نومې بیړۍ د بیړیو ضد توغندي توغول شوي او کنارک نومې بیړۍ په نښه شوې ده.
لومړنیو رپوټونو کې د لسګونه سمندري سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcc4oqis2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته