کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین کې د نورو هېوادونو د ودانیو د نقشو په کاپي کولو بندیز

22 ثور 1399 ساعت 16:15

اوس مهال په چین کې د انګلیسي ښارونو له موډلونو نیولې د الپین تر کلیو او تر ایفل برج پورې ورته ودانۍ تر سترګو کیږي، خو اوس د چین حکو مت د ځایي ډیزاین د هڅولو لپاره پر بهر نیو ډیزاینونو او نقشو بندیز لګولی.
د چین حکو مت د یوې اعلامې له لارې ویلي د ابادیو لپاره په بیلو شویو نویو سیمو کې نور څوک د چا د نقشې د کاپي کولو حق نه لري او نه هم څوک د چا کار غلا کولی شي .



په اعلامیه کې راغلي ودانۍ د یوه ښار کلتور ډاګیزوي، نو له دې کبله بهرنیو ښارونو ته د ورته ښارونو جوړول او د هغو د ډیزاین په نقلولو به محدودیت لګول کېږي.
همدا راز د حکو مت له خوا په لارښود کې د نویو اسمان څکو ودانیو په جوړولو هم بندیز لګیدلی او تر ۵۰۰ مترو پورته د دنګې ودانۍ جوړولو اجازه نه ور کوي.
د ګلوبل ټایمز په خبره، د چین په دریمه او څلورمه درجه ښارونو کې په خراب کیفیت بهرنیو ودانیو ته ورته تعمیرونه جوړ شوي دي.
خو حکو مت په خپله اعلامیه کې دا نه دي ویلي که څوک بهرنۍ ودانۍ کاپي کړي څه به ور سره کېږي خو دا یې ویلي، چې د ښار څارونکي به ستونزې له نظره تیروي.
دغه اعلامیه د اپرېل په ۲۷ خپره شوې، خو رپوټ یې اوس تازه ور کړل شوی او پکې یوازې د سټیډیمونو، نندارتونو ، موزیمونو، تیاترونو او د ولسي ودانیو نوم یاد شوی چې له نورو به نه کاپي کیږي.
 


د مطلب کود: 209783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209783/چین-کې-د-نورو-هېوادونو-ودانیو-نقشو-په-کاپي-کولو-بندیز

آوا
  https://www.avapress.com