دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 209784
کورونا وېروس: د سپینې ماڼۍ کاري ډلې ۳ غړي قرنطین شول
سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د ټاکلې شوې ډلې درې غړي په دې شک قرنطین شوي چې ښایي د کووېډ-۱۹ ناروغ ته ور نږدې شوي وي. ډاکټر انتوني فوچي چې د کورونا وېروس په اړه به ډېر په خبري غونډو کې را ښکاره کېده او خلک یې له څېرې سره آشنا دي له دې ډلې یو دی. همدا راز د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشر ډاکټر رابرټ ریډفیلډ او د خوړو او درملو د ادارې کمشنر سټیفن هان هم ځانونه قرنطین کړي.

۷۹ کلن ډاکټر انتوني فوچي د حساسیت او ساري ناروغيو ملي انسټیټیوټ غړی دی.یادې ادارې ویلی چې هغه نسبتا پر ناروغۍ د اخته کېدو له لږ خطر سره مخامخ دی، خو د اوس لپاره له کوره کار کوي.
که څه هم د هغه پایله تر اوسه منفي ښودل شوې ده خو په منظم ډول به یې طبي معاینه کیږي
 
https://avapress.com/vdcfc1d0jw6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته