که څه هم د چک ولسوالۍ په ویجاړ شوي روغتون کې چاته ځاني زیان اووښتی نه دی؛ خو له چک سره په ګاونډ کې پرتې سیدآباد ولسوالۍ کې بیا د دولتي ځواکونو په توپچي ډزو کې د ۳ میرمنو په ګډون ۴ تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د سیدآباد ولسوالۍ په سلطانخیلو کې د احمدي او شیرین په نومونو کسانو کورونو باندې تیره ورځ د دولتي عسکرو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ پرېوتلي، چې په ترڅ کې یې ۲ دواړه کورونه زیانمن شوي، یوه ښځه وژل شوې او ۲ نورې ټپيانې دي.
ددې ترڅنګ په آسیا زرک خیلو کلي کې هم پر یوه ملکي کور د ډیسي توپ مرمۍ لګېدو له امله کور نړېدلی او ددغې کورنۍ یو ځوان زوی په کې وژل شوی دی.
په میدان وردګو کې دولتي عسکر په داسې مهال ملکي روغتون او د خلکو کورونه په ډیسي توپونو ویجاړوي، چې په هېواد کې له کرونا وبا سره د مبارزې او رمضان المبارک میاشتې په احترام په ملي، سیمه ییزه او حتی نړیواله کچه د اورکم او اوربند غوښتنې مخ په زیاتېدو دي، کومې چې تراوسه نه دي منل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې توافقنامه کې طالبان له لویو بریدونو او امریکا او متحدین یې له هوايي بریدونو او درنو وسلو له استعمال څخه منع کوي؛ خو داسې ښکاري چې امریکایان هم وخت ناوخته هوايي بریدونه کوي او دولتي ځواکونو بیا د ډیسي او توپچي بریدونو په کولو سره د ولسي خلکو ژوند سخت تریخ کړی دی.