دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 209812
دفاع وزارت: د هوا له لارې مو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ولایت کې یې د هوا له لارې ۱۰ طالبان وژلي دي.


د هېواد ملي دفاع وزارت نن ( سه شنبه غويي ۲۳ ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د هېواد هوايي ځواک په فعال دفاعي حالت کې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمه کې پر طالبانو د هوا له لارې برید کړی چې ۱۰ طالبان پکې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو یو ډلې چې غوښتل یې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د سړک پرغاړې ماینونه خښ کړي، تر پېژندل کېدو وروسته د هوا له لارې پرې برید شوی او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

بلخ کې پر طالبانو دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېره ورځ طالبانو د لغمان ولایت په علیشنک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې برید کړی و.

دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه دقیق معلومات نشته، خو طالبان وايي چې علیشنګ ولسوالۍ کې یې ۲۴ افغان امنیتي سرتیري وژل او ۳ نور یې ټپیان کړي هغه څه چې افغان حکومت بیا یوازې د شپږ افغان امنیتي سرتېرو وژل کېدل تاييدوي.
 
https://avapress.com/vdchzwnii23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته