دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 209813
نړۍ کې د کرونا ویروس شمېر له ۲۸۵ زرو واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر ۲۵۸ زره او ۹۷۱ کسانو ته ورسید.


د یاد پوهنتون د شمېرو له مخې همداراز د اخته کسانو شمېر هم ۴میلیونه، ۱۷۵ زره او ۲۸۴ تنو ته رسېدلی دی.
ترڅنګ یې شمېرې ښیې چې د روغو شویو کسانو شمېر هم۱,۴۵۵,۸۶۲ ته دی.

ایټالیا کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ به زیاتېدو دي او اوس مهال یې شمېر  ۲۲۴,۳۳۲ دی او د مړو شویو هم ۳۲ زره او ۱۴۱ ته رسېدلی دی.

او دغه هېواد کې یوازې ۱,۰۱۵ د کووید نوولس په ناروغۍ اخته کسان روغ شوي دي.

روسیه کې هم په دې وروستیو کې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي چې ۲۲۱زره او ۳۴۴ ته رسېدلي خو د مړو شمېر په کې ۲ زره دی. خو دغه هېواد کې بیا د نېږدې ۴۰ زرو کسانو درملنه هم شوې ده.

هسپانیا هم په هغو هېوادونو کې راځي چې د کرونا ویروس له کبله یې قربانیان زیات دي، دغه هېواد کې ۲۲۷ زره او ۴۳۶ مثبتې پېښې لري او د مړو شمېر هم نېږدې ۲۸ زرو ته رسېدلی دی، او د ۱۳ زرو کسانو درملنه هم شوې ده.
https://avapress.com/vdciz3arpt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته