دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 209815
ارګ: نړیواله ټولنه دې د طالبانو زیاتېدونکي بریدونه وغندي
افغان حکومت وايي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د روژې په میاشت او د کرونا ویروس د بحران پر مهال پر حکومت او عامو خلکو د وسله‌والو طالبانو زیاتېدونکي بریدونه او تاوتریخوالی وغندي.


د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تېره شپه پر خپل ټویټر د دې غوښتنې سربېره په لغمان ولایت کې د ملي اردو پر ځواکونو د طالبانو وروستي برید ته اشاره کړې او هغه‌یې کرکجن او د غندلو وړ بللی دی.

وسله‌والو طالبانو وړمه شپه د لغمان علیشنګ ولسوالۍ قلعه کوچیانو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډیو وویل: "وسله‌والو طالبانو غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوسټو برید وکړي. د دوی بریدونه په شاه تمبول شوي او په جګړه کې د طالبانو شپږ مهم قوماندانان وژل شوي او ۱۷ تنه‌یې ټپیان دي. متأسفانه په جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي."

په ځینو راپورونو کې د لغمان د ولایتي شورا د چارواکو له قوله د وژل شویو افغان سرتېرو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی، خو د لغمان چارواکو دا راپورونه نه‌دي تأیید کړي.

بله‌خوا د لغمان د والي د رسنیو دفتر وايي، د دوشنبې په ورځ د لغمان والي محمد اصف ننګ د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملياتو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد فريد احمدي سره د علیشنګ ولسوالۍ په امنیتي وضعیت خبرې کړي او دواړو په دې سیمه کې د وسله‌والو د ځپلو او نورو برخو کې د ژر او عاجلو اقدماتو ژمنه کړې.

طالبانو ادعا کړې چې سیمه کې یې پر هغو سرتېرو چې نوې امنیتي پوستې یې جوړولې بریدونه کړي او تر ۲۰ زیات افغان سرتېري یې وژلي.
 
https://avapress.com/vdca6onum49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته