کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار پر یو روغتون برید شوی

23 ثور 1399 ساعت 11:17

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سې شنبه سهار ۱۰ بجې یو شمېر وسله والو د کابل ښار دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر یو روغتون برید کړی دی.




یاد وزارت وايي چې د پېښې ځای ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه برید پر دولتي او که خصوصي روغتون شوی دی.

له سیمې عیني شاهدانو هم امریکا غږ ته وویل چې لومړی د تانک تېل په نوم یو روغتون کې چاودنه شوې او وروسته ډزې پیل شوي.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...


د مطلب کود: 209819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209819/کابل-ښار-پر-یو-روغتون-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com