کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیویارک ټایمز:له طالبانو سره د«جنرال بختور» یو ځای کېدل به د فراه پر وضعیت ناوړه اغېز ولري

24 ثور 1399 ساعت 12:17

له امریکا خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» په خپله نننۍ ګڼه کې د فراه ولایت د پخواني امنیه قوماندان او د اوسني برحاله مرستیال والي د پلار «تورن جنرال عبدالجلیل بختور» تسلیمۍ او له طالبانو سره د نوموړي یو ځای کېدو ته کتنه کړې او د یوه تحلیل په پایله کې یې ویلي، چې د جنرال بختور تسلیمي به د طالبانو تبلیغات لا پیاوړي او د فراه ولایت امنیتي وضعیت به خراب کړي.



مطلب کې راغلي، چې عبدالجلیل بختور کلونه، کلونه له طالبانو سره جګړې وکړې او حتی تر تقاعد وروسته یې هم پښې د جګړې په ډګر کې وې، طالبانو ورپسې څو ځله سرتېري بریدګر ولېږل، او کله چې یې زوی له نورو کسانو سره یو ځای د الوتکې د سقوط په پېښه کې ومړ، طالبانو یې مړی د څو ورځو لپاره له ځان وساته؛ مګر له دې هر څه سره، سره هغه بیا هم د طالبانو لیکو ته ورغی او له هغوی سره یو ځای شو.
راپور کې د چارواکو له قوله لیکل شوي، چې د طالبانو په لیکو کې د بختور ګډون ښايي د فراه امنیتي وضعیت نور هم خراب کړی او د طالبانو له لوري د حکومت د مشروعیت د کمولو تبلیغات به لا پیاوړي کړي.
په پارلمان کې د فراه ولایت استازي «سمیع الله صمیم» ورځپاڼې ته ویلي، چې عبدالجلیل بختور کلونه، کلونه د حکومت په دفاع کې وجنګېد، مګر حکومت ورسره ځواني ونکړه، نه یې دده کورنۍ او قوم وساته او نه هم د ولسي جرګې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې «بریالی» اعلان شو.
د صمیم په خبره، بختور باور درلود، چې ټاکنې شفافې ندي او حکومت په پایلو کې لاسوهنه کړې ده.
جلیل بختور، چې دوې ورځې وړاندې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې له وسلو او خپلو یو شمېر کسانو سره یو ځای طالبانو ته ورغی، هغوی یې په ویاړ ستره غونډه رابللې وه، د نوموړي دروند هرکلی یې کړی و، او په غاړه کې يې د ګلونو امیلونه ورته اچولي وو.
سره له دې، چې په ټولنیزو رسنیو باندې د جنرال بختور د تسلیمۍ انځورونه او په یوه جومات کې له طالب مشرانو سره په ګډه ناسته کې د هغه د وینا ويډيوګاني په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، خو د نوموړي زوی «مسعود بختور» چې د فراه ولایت اوسنی مرستیال والي دی، په یوه خبرپاڼه کې د خپل پلار تسلیمي رد کړې او د پېښې د سپک ښودلو په موخه يې ویلي، چې دده پلار خپل کلي ته د دوو کورنیو تر منځ د روغې جوړې په خاطر خپل کلي ته تللی و، خو خلګو د تسلیمۍ نوم ورکړ او  په دې اړه یې غلط مالومات ورکړل
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا د بختور تسلیمي مني او په خبره يې، نوموړي د یوه ارام ژوند په پرتله «تاوتریخوالي» ته ترجیح ورکړه او له طالبانو سره یو ځای شو.
یاده دې وي، چې د طالبانو د مشر له لوري د عمومي عفوې تر اعلان او د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته، چې له مخې یې بهرني عسکر افغانستان پرېږدي، د دولت له لیکو د کارمندانو او امنیتي چارواکو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې. هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان او امنیتي عسکر له طالبانو سره یو ځای کېږي.
 


د مطلب کود: 209820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209820/نیویارک-ټایمز-له-طالبانو-سره-د-جنرال-بختور-یو-ځای-کېدل-فراه-پر-وضعیت-ناوړه-اغېز-ولري

آوا
  https://www.avapress.com