کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت وایي، د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې مشر یې نیولی

23 ثور 1399 ساعت 11:22

د کابل حکومت ملي امنیت وایي، د جنوبي اسیا او لیري ختيځ لپاره یې د اسلامي دولت ډلې یا «داعش» مشر «شیخ ابوعمر الخراساني» نیولی.
طلوع نیوز د ملي امنیت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ لیکي، ضیاء الحق چې په شیخ ابو عمر الخراساني باندې مشهور و، د پولیسو د «۲۲۲» ځانګړې قطعې او ملي امنیت د ځواکونو له لوري په کابل کې د ګډو عملیاتو په مهال نیول شوی.



خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې له ابو عمر خراساني سره یو ځای د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مشر «ابوعلي» او د عامه اړیکو مسئول «صهیب» هم نیول شوي.
ملي امنیت ادعا کړې، چې دغه کسان یې د داعش ډلې د زندانیانو د اقرارونو او معلوماتو په اساس په کابل کې نیولي دي.
داعش ډله چې په افغانستان کې د حکومت د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، د طالبانو له لوري په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په بشپړ ډول له منځه وړل شوې.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د حکومت او اعش ډلې تر منځ له ګډې همکارۍ سره، سره یې په افغانستان کې  ددې ډلې ټغر ور ټول کړی او نور  د هغوی هیڅ هسته شتون نلري.
ملي امنیت تر دې وړاندې هم د خراسان لپاره د داعش ډلې د مشر «اسلم فاروقي» د نیول کېدو ادعا کړې وه، خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، فاروقي ددوی د بریدونو له ویرې تښتېدلی و او حکومت پناه ورکړې.
 


د مطلب کود: 209821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209821/ملي-امنیت-وایي-د-جنوبي-اسیا-لپاره-داعش-ډلې-مشر-یې-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com