دوی وايي چې د وژل شویو ملکي کسانو مړي به د بلخ ولسوالۍ څلورلارې ته ولېږدوي.
په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت دغو بریدونو کې د ۱۱ طالب وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ د ټپي کېدو خبر ورکوي.
یاد وزارت همداراز وايي چې افغان ځواکونو هغه مهال پر طالبانو هوايي برید کړی چې دغې ډلې بلخ ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای کول او په اسکواټور د ځمکې کېندنې په حال کې وو.
همداراز طالبانو هم ویلي دي چې دغه هوايي برید کې ملکي کسانو ته زیان اوښتی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس