دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 209837
صدیقي: د اساسي قانون خلاف هېچ سیاسي توافق نه کوو
د غني ویاند صدیق صدیقي وايي، له عبدالله عبدالله سره د یو سیاسي توافق لپاره خبرې روانې دي او په وینا یې دغې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

صدیق صدیقي نن ( سه شنبه غويي ۲۳ ) د خبري ناستې پرمهال وویل، ولسمشر غني ژمن دی تر څو هېواد کې روان سیاسي کړکېج پای ته ورسوي، او په وینا له همدې امله یې د یو سیاسي توافق په موخه هسې پیل کړي دي.

نوموړي اما د خپلو خبرو کې وویل، چې له عبدالله عبدالله سره  به د اساسي قانون په چوکات کې توافق ترسره شي، او د اساسي قانون خلاف هېڅ ډول توافق نه ترسره کېږي.

صدیقي وویل چې هېواد کې د سیاسي کړکېج له امله خلکو ته د ور پیدا شویو اندېښنو د له منځه وړلو په موخه افغان حکومت دغه سیاسي توافق ته غاړه ایښې ده.

د  غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه لاهم کړه څه نشته، خو ویل کېږي چې نږدې راتلونکو ورځو کې به دا هوکړه د دواړو ښکیلو څېرو تر منځ لاسلیک شي.

 غني او عبدالله عبدالله په داسې حال کې دې سیاسي توافق ته نږدې شوي، چې دواړو تېر پنځه کلن ملي یووالي حکومت یو ناکامه تجربه ګڼلې ده.
https://avapress.com/vdcexo8wfjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته