دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 209841
ننګرهار؛ جنازه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان شیخ اکرم جنازه کې ځانمرګی برید شوی دی.


د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، دغه ځانمرګی برید نن سې شنبه له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې شوی دی.

ښاغلي خوږیاني امریکا غږ ته وویل، د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه برید کې څه باندې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په وینا یې یاد ارقام شاید تغیر شي.

شیخ اکرم تېره شپه د زړه له ناروغۍ مړ شوی او نن څه باندې یولس بجې یې جنازه وه.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcjxhe8vuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته