کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار؛ جنازه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

23 ثور 1399 ساعت 13:20

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان شیخ اکرم جنازه کې ځانمرګی برید شوی دی.




د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، دغه ځانمرګی برید نن سې شنبه له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې شوی دی.

ښاغلي خوږیاني امریکا غږ ته وویل، د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه برید کې څه باندې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په وینا یې یاد ارقام شاید تغیر شي.

شیخ اکرم تېره شپه د زړه له ناروغۍ مړ شوی او نن څه باندې یولس بجې یې جنازه وه.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 209841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209841/ننګرهار-جنازه-کې-ځانمرګي-برید-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com