دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 209842
د امریکا ټېسلا د موټر جوړولو شرکت خپل کار بېرته پیلوي
د امریکا د موټرو د تولید شرکت ټېسلا اجرائیه مدیر وايي دوی به په کالیفورنیا کې د محلي حکومت د هغه امر پر خلاف خپل تولید بېرته پیل کړي چې د کرونا د وبا له کبله‌یې د کاروبارونو د تړلو په اړه ورکړی و.


د ټېسلا اجرائیه مدیر ایلن مسک په ټویټر کې د دې پرېکړې له اعلان سره ویلي: "که څوک د دې پرېکړې له کبله نیول کېږي، هغه به یوازې زه یم."

مسک ویلي وضعیت ځکه خورا ګډوډ دی چې د ایالت چارواکو د دغه شرکت پرانیستل تصویب کړي وو، خو محلي چارواکو د دې کار مخه ونیوله.

د ټېسلا اجرائیه مدیر وايي کله چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د موټر جوړولو نورو شرکتونو ته د فعالیت د بیا پیل اجازه ورکول کېږي، ټېسلا داسې احساسوي چې توپیري چلند ورسره شوی دی.

ښاغلی مسک په وروستیو اوونیو کې د کالیفورنیا ایالت پر هغو مقرراتو شدید انتقاد کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي لپاره‌یې لګولي دي.

دغه شرکت د محلي چارواکو پر خلاف حقوقي دعوا هم درج کړې چې ولې د فعالیت د بیا پیل اجازه نه‌ده ورکړل شوې او بل ایالت ته‌یې د دغه شرکت د مرکز د لېږد خبرداری هم ورکړی دی.

الامیدا ښار چې ټېسلا شرکت په‌کې دی، د مې میاشتې تر پایه د کار و بارونو د بندولو امر کړی، یوازې هغه کار و بارونه پرانیستي چې ډېر ضروري ګڼل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcayonuu49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته