کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۸۱ نوې پېښې؛ په کرونا ویروس د ۸۰ سلنه افغانانو د اخته کېدو خبرداری ورکړل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 23 ثور 1399 ساعت 17:20

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ۲۸۱ نویو مثبتو ثبت شویو پېښو خبر ورکوي.



د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، له دې سره د کرونا ویروس ټولې پېښې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ ته ورسېدې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي، که خلک روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام ونه کړي ۸۰ سلنه افغانان به په دې ویروس اخته کېږي.
د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که افغانان دې ویروس ته جدي پاملرنه ونه کړي هېڅوک ترې خوندي نه پاتې کېږي.

مجروح زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې اوس هم په همغه ډول جدي دي، د دې ویروس خپرېدا په ټولنه کې د پرختیا په حال کې ده، که روغتیايي اصول په پام کې ونیولي شي ممکن هر څوک ونیسي."
ښاغلي مجروح وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۱ کسه په دې ویروس اخته شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د اخته شویو کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته ورسېد.
د ښاغلي مجروح په خبره، له ماسک څخه استفاده، په خپلو منځونو کې د واټن په نظر کې نیول او روغتیايي سپارښتونو ته جدي پاملرنه هغه موارد دي چې کولای شي په دې ویروس خلک کم اخته شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې، تر دا مهاله ۱۲۷ کسه د دې ویروس له امله مړه شوي او ۶۱۰ کسانو بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړې.
 


د مطلب کود: 209864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209864/۲۸۱-نوې-پېښې-په-کرونا-ویروس-د-۸۰-سلنه-افغانانو-اخته-کېدو-خبرداری-ورکړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com