کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ افغانستان کې د ګرځندوی مخ پر ځوړ حالت

23 ثور 1399 ساعت 19:28

په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو له شمال تر جنوب او له ختیځ نه تر لوېدیځه د هېواد ښایسته سیمو او تاریخي ځایونو ته د سیلانیانو او ګرځندویانو د تګ مخه ډب کړې او ور سره د حکومت او خلکو دواړو له لاسه د دغه صنعت ګټه وتلی دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، تېر کال کابو اوه زره بهرنیو او نږدې یو میلیونو دوه لکه کورني سیلانیان د هېواد د ښایسته او تاریخي سیمو د لیدو لپاره د هوټلونو مېلمانه وو.




د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د سیلانیانو پر سلګونه کوربنو هم عاید درېدلی.
هرات د تاریخي او مذهبي ځایونو، هنري اثارو او طبعي ښکلاګانو له پلوه بډای ولایت دی چې د افغانستان پر ولایتونو سربېره بهرني ګرځندویان هم د خواجه عبدالله انصاري د زوګړې ځای ته ور کاږي.
د اختیار الدین کلا، تاریخي منارونو او نورو طبعي ښایستونو لیدلو به یې نه یوازې زړه او سترګو ته خوښي ورکوله بلکې د ځینو کسبګرو لپاره یې د جیب او کور لګښتونه هم برابرول.
خو اوس یې د مېلمنو څرک نشته، ځکه کورونا وېروس لومړی هرات ته د خلکو د ورتللو مخه ډب کړه، د تاریخي ځایونو دروازې وتړل شوې او هوټلونو يې هم له مودو خواړه نه دي پاخه کړي.
د هرات د هوټلو د ټولنې رییس عبدالقادر رحیمي وايي کابو څلوېښت مجلل او عادي هوټلونه چې د سیلانیانو کوربتوب ته جوړ شوي وو، له درېو میاشتو راهیسې له مالي زیان سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 209869

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209869/کورونا-وېروس-افغانستان-کې-د-ګرځندوی-مخ-پر-ځوړ-حالت

آوا
  https://www.avapress.com