کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې د هوايي برید له امله ۲۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

24 ثور 1399 ساعت 12:17

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ۲۰ تنو ملکیانو د مرګ او ژوبلې راپور ورکړل شوی دی.
که څه هم د افغانستان ددفاع وزارت ادعا کوي، چې په بلخ ولسوالۍ کې هوايي برید دوی کړی او ادعا کوي چې په دغه برید کې یې ۱۱ طالبان وژلي او ۱۰ نور ټپيان کړي؛ خو د سیمې خلک او وسله وال طالبان بیا د دفاع وزارت دغه ادعا ناسمه بولي.
د سیمې خلک وايي، چې تیره شپه یې په کورونو د هوايي بریدونو له کبله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
قهرېدلو خلکو نن د سه شنبې په سهار په دغه برید کې د وژل شوو ملکیانو جسدونه د اعتراض په توګه له ځانونو سره د ولسوالۍ بازار ته راوړي وو او له حکومت نه یې د انصاف غوښتنه کوله.



همدا اوس تازه د بلخ ولسوالۍ له بازار څخه ناتایید شوي راپورونه وايي، چې امنیتي ځواکونو په لاریونوالو هم ډزې کړي او په ترڅ کې یې ۵ تنه ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو تیره شپه د بلخ ولسوالۍ په غونډانو کلي کې پر یوه ولسي غونډه هوايي برید کړی دی:
«سیمیزو سپين ږیرو او قومي مخورو ترمنځ دا غونډه د خپلې سیمې د ستونزو د هوارۍ په موخه جوړه شوې وه چې هلته هيڅ د جنګ او وسلې کوم اثر وجود نه درلود؛ خو د دښمن لخوا په غونډه باندې په خورا قساوت او وحشت سره بمبار وشو چې له امله يې ۹ تنه قومي مشران شهیدان او ۷ تنه نور ټپيان شول.»
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم وړمه شپه هم د بلخ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوايي برید له امله ۲ تنه کروندګر ووژل شول، چې د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره یې اوبه لګولې.
په بلخ ولایت کې د هوايي برید له امله ملکیانو یاده مرګ ژوبله په داسې مهال اوړي، چې په هېواد کې له کرونا وبا سره د مبارزې او روژې په احترام د اورکم او جګړې بندلو لپاره په ملي او بین المللي کچه غوښتنې ډیرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 209871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209871/بلخ-کې-د-هوايي-برید-له-امله-۲۰-تنو-ملکیانو-ته-مرګ-ژوبله-اووښتې

آوا
  https://www.avapress.com