دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 209883
امریکا: طالبان او حکومت دې په ګډه د وروستیو بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبان او حکومت دې د افغانستان د وروستیو بریدونو د عاملینو په پیدا کولو کې له یو بل سره مرسته وکړي. د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» سیمې پر سل بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت په «ښېوه» ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو شوي بریدونه غندل شوي او ادعاء شوې، چې د روژې په میاشت کې دا ډول حملې «بوږنوونکې» دي. دغه بریدونه چې تېره ورځ یې د لسګونه ملکي وګړو ژوند واخست، د طالبانو له لوري په کلکو ټکو غندل شوي او تر دې دمه یې چا پړه په غاړه نده اخستې.

امریکا وایي، حکومت او طالبان دې د ګډې همکارۍ په مټ د یادو شویو بریدونو مرتکبین د عدالت منګولو ته وسپاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله، په «تاوتریخوالي» کې نه کموالی او د یوه سیاسي حل په موخه د ترسره کېدونکو مذاکراتو په لوري نه پرمختګ، ددې لامل شوی، چې افغانان د تروریزم ښکار وګرځي.
د بهرنیو چارو وزرات په خبرپاڼه کې یاده شوې، چې افغانان له «تروریزم خلاص» راتلونکی غواړي او د سولې شته فرصت هغوی ته دا وړتیا وربښي، چې متحد شي او د تروریزم په وړاندې ودرېږي.
امریکا داسې مهال د وروستیو د بریدونو د عاملینو په پيدا کولو کې له طالبانو د همکارۍ هیله لري، چې د کابل حکومت اشرف غني دا بریدونه په طالبانو پورې تړلي او د هغوی په وړاندې یې د تعرضي عملیاتو د پيل امر ورکړی.
طالبانو د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو د امر ورکولو په غبرګون کې ویلي، چې دوی له خپلو خلګو او لیکو د کلکې دفاع وړتیا لري؛ خو د جګړې د سختوالي او بدو پایلو مسئولیت به «کابل ادارې» ته ور له غاړې وي.
 
https://avapress.com/vdcfc1d0mw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته