کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اشرف غني ویاند:

دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه بحثونه روان دي

24 ثور 1399 ساعت 9:19

صدیقي دغه څرګندونې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل، چې مقابل لوري د نورو غوښتنو تر څنګ جنرال دوستم ته د مارشالي رتبه هم غوښتې، چې په اړه یې دمګړۍ بحثونه روان او کله چې توافق وروستی شي، جزئيات به یې له خلګو سره شریک شي.



په داسې حال کې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د اختلافاتو د حل او توافق ته د دواړو لورو د رسېدو خبرونه تر سترګو کېږي، د اشرف غني ویاند وایي، مقابل لوری دوستم ته د مارشالۍ رتبه غواړي او په اړه یې د حکومت دننه بحثونه روان دي.
صدیقي دغه څرګندونې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل، چې مقابل لوري د نورو غوښتنو تر څنګ جنرال دوستم ته د مارشالي رتبه هم غوښتې، چې په اړه یې دمګړۍ بحثونه روان او کله چې توافق وروستی شي، جزئيات به یې له خلګو سره شریک شي.
نوموړي زیاته کړه، سیاسي اختلافاتو او بحران حکومتي دستګاه ته زیان اړولی او «ولسمشر غني» تر خپله وسه هڅه کوي، د اساسي قانون په رڼا کې دې بحران ته حل پیدا کړي، تر څو یې ناوړه سایه پر «دولت» ونه لوېږي.
حکومت داسې مهال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه غور کوي، چې د احمد ایشچي زوی، چې پلار یې د دوستم له لوري په جنسي ډول ځورول شوی وو، په یوه لیک کې عبدالله عبدالله ته لیکلي، چې دوستم ته باید د مارشالۍ رتبه ورنکړل شي، دده په خبره، دوستم د همدې رتبې په مټ غواړي، ځان ته له عدلي ارګانونو خوندیتوب ورکړي.
 


د مطلب کود: 209884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209884/دوستم-ته-د-مارشالۍ-رتبې-ورکړې-په-اړه-بحثونه-روان-دي

آوا
  https://www.avapress.com