کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د «تهاجمي عملیاتو» له اعلان سره همهاله په غزني کې یو امنیه قومندان وژل شوی

24 ثور 1399 ساعت 9:23

امنیتي چارواکي د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ امنیه قومندان د وژلو خبر په داسې مهال ورکوي، چې ولسمشر غني څو ساعته مخکې خپلو عسکرو ته د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو امر وکړ.
د غزنویانو تلویزون د راپور له مخې د رشیدانو ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان علي الله عطايي د سه شنبې (۲۳ غوايي) په ماښام د جغتو ولسوالۍ قیاق درې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.



ددې برید مسئولیت تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی نه دی؛ خو د نوموړي وژل کېدل د ولسمشر غني له هغه اعلان سره همهاله  کیږي، چې په ترڅ کې یې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه او امنیتي ځواکونو ته د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو امر کړی ؤ.
دا په تیره یوه میاشت کې ددې ولسوالۍ څلورم امنیه قومندان دی، چې د جغتو ولسوالۍ په قیاق  دره کې د عملیاتو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 


د مطلب کود: 209885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209885/د-تهاجمي-عملیاتو-له-اعلان-سره-همهاله-په-غزني-کې-یو-امنیه-قومندان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com