دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 209885
د «تهاجمي عملیاتو» له اعلان سره همهاله په غزني کې یو امنیه قومندان وژل شوی
امنیتي چارواکي د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ امنیه قومندان د وژلو خبر په داسې مهال ورکوي، چې ولسمشر غني څو ساعته مخکې خپلو عسکرو ته د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو امر وکړ. د غزنویانو تلویزون د راپور له مخې د رشیدانو ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان علي الله عطايي د سه شنبې (۲۳ غوايي) په ماښام د جغتو ولسوالۍ قیاق درې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

ددې برید مسئولیت تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی نه دی؛ خو د نوموړي وژل کېدل د ولسمشر غني له هغه اعلان سره همهاله  کیږي، چې په ترڅ کې یې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه او امنیتي ځواکونو ته د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو امر کړی ؤ.
دا په تیره یوه میاشت کې ددې ولسوالۍ څلورم امنیه قومندان دی، چې د جغتو ولسوالۍ په قیاق  دره کې د عملیاتو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdch6wnim23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته