کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: غني د جګړې له لارې خپل واک غځوي; امریکا د کابل او ننګرهار بریدونه وغندل

24 ثور 1399 ساعت 9:45

وسلوال طالبان د افغان ولسمشر وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وايي، اشرف غني د جګړې له لارې د خپلې واکمنۍ غځول غواړي.
ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ( د مۍ ۱۲) په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته په یوه ویډيویي وینا کې وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت ووځي او د "دوښمن" پر ضد خپل پوځي عملیات بیا پیل کړي.




نوموړي کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ننني برید او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشاره وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا ډله دواړه بریدونه په کلکه غندي چې عام خلک پکې په نښه شوي دي.

نوموړی پر افغان ولسمشر پړه اچوي چې د جګړې له لارې خپله واکمنی غځول غواړي:
"اوس د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمني د جګړې په سیوري کې وغځوي".
طالبان د ولسمشر غني دا خبره هم ردوي، چې دې ډلې د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی:
"له کله نه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوې او د ملي او بین المللي جهتونو لخوا تایید شوې، له لومړۍ ورځې د اشرف غني د ادارې لخوا د سولې د پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادول پيل شوي دي".
 


د مطلب کود: 209891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209891/طالبان-غني-د-جګړې-له-لارې-خپل-واک-غځوي-امریکا-کابل-او-ننګرهار-بریدونه-وغندل

آوا
  https://www.avapress.com